په بریسټول، شمالي سمرسیټ او سویلي ګلوسټرشایر کې د NHS بدلونونه – د سپټمبر د ۲۶مې تازه معلومات

 

د سپټمبر تر ۲۶مې پورې تازه معلومات

موږ په خوښۍ سره تایید کوو چې شین ډیولین د NHS بریسټول، شمالي سومرسیټ او سویلي ګلوسټرشایر د مدغمې پاملرنې بورډ (BNSSG ICB) او د NHS ګلوسټرشایر ICB کلسټر د اجراییوي رییس په توګه ټاکل شوی دی. هغه به دا دنده د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه په غاړه واخلي.  

شین اوسمهال د NHS بریسټول، شمالي سومرسیټ او سویلي ګلوسرسټرشایر د مدغمې پاملرنې بورډ (ICB) اجراییوي رییس دی او نوي رول ته د روغتیا او پاملرنې په مشرۍ کې پراخه تجربه او قوي کاري سابقه له ځان سره راوړي.  

شېن د نږدې دریو لسیزو په اوږدو کې د خپل کاري ژوند په ترڅ کې په شمالي ایرلنډ او انګلستان کې په NHS او ټولنیزې پاملرنې کې یو لړ لوړې دندې ترسره کړې دي. د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې په بریسټول، شمالي سمرسیټ او سویلي ګلوسټرشایر ICB کې د خپلې دندې له پیل څخه مخکې، شېن د ۲۰۱۸ کال له مارچ څخه د سویلي روغتیا او ټولنیزې پاملرنې ټرسټ مشر و. له دې څخه مخکې هغه د شمالي ایرلنډ د امبولانس خدماتو د مشر په توګه دنده ترسره کړې وه. 

د خپل ګمارنې په اړه په تبصره کې، شین وویل: 

“زه خوښ یم چې زموږ د دواړو سازمانونو او د ICBs د رول په وده کې په یو په زړه پورې وخت کې دا نوی رول پر غاړه اخلم. 

“د ۱.۷ میلیونه خلکو ته د خدماتو وړاندې کوونکي آی سي بي (ICB) کلسټر ته لېږد، نوي ننګونې راوړي، خو زموږ د ټولنو لپاره د خدماتو د بدلون او د روغتیا او پاملرنې د پایلو د ښه کولو لپاره نوي فرصتونه هم رامنځته کوي. 

“همکاري، شراکتداره کار او د ځايي خلکو غږ به د دې په مرکز کې وي او زه په رښتیني توګه د خپلو همکارانو، شریکانو او په ټول ګلوسټرشایر او BNSSG کې د خپلو ټولنو څخه د اورېدو لپاره سترګې په لار یم، کله چې موږ دا نوې مرحله پیل کوو. 

“په ښکاره ډول راتلونکي میاشتې به ننګونکې وي، ځکه چې موږ د بیا جوړونې یو پړاو ته ننوځو، او په ورته وخت کې به خپل تمرکز د NHS په لس کلن پلان کې ټاکل شویو اوږدمهاله بدلونونو په پلي کولو باندې وساتو. 

“سره له دې، موږ په دواړو سازمانونو کې د پام وړ لاسته راوړنو او پرمختګونو له یوې پیاوړې موقعې څخه پیل کوو، چې دواړه یې یو پیاوړی ګډ پرمختلونکی پلان او د سیمه ییزو لومړیتوبونو روښانه درک لري.  

“زموږ په دواړو سازمانونو کې ډېر استعداد، لېوالتیا او ژمنتیا شتون لري او زه هیله من یم چې د خپل نوي سازماني جوړښت په لور د تګ پر مهال، پر دې او تر اوسه پورې پر خپلو لاسته راوړنو لا ډېر کار وکړو.” 

د ICB کلاستر مشر ډاکټر جیف فیرار، تبصره وکړه: 

“زه ډېر خوښ یم چې په ICB کلاستر کې شېن ته ښه راغلاست ووایم او له هغه سره کار کولو ته سترګې په لار یم. زه د خپلې لومړۍ لاس تجربې له مخې پوهېږم چې هغه یو ژمن او لېواله مشر دی، د ځايي خلکو لپاره د لوړ کیفیت پاملرنې چمتو کولو ته لېواله دی او له ګډ کار او شراکت سره ژمن دی. 

“شین د انټیګریټډ کییر بورډونو د پام وړ بدلون په وخت کې د کلستر د اجراییوي رییس په توګه دنده په غاړه اخلي، او زه پوهیږم چې د هغه تر لارښوونې او مشرۍ لاندې موږ کولی شو د خپل نوي سازمان له ننګونو او فرصتونو سره په ډاډه زړه مخامخ شو.”  

وروستي ګامونه 

اوسني دوه ICB بورډونه به سږ کال د ګډون (clustering) تر ترتیباتو لاندې خپلې قانوني مسؤلیتونه وساتي، خو په لا نږدې مشارکت به کار وکړي، چې په کې د ګډې ادارې د ترتیباتو تدریجي جوړول هم شامل دي. 

اوس چې د اجراییوي رییس چوکۍ ډکه شوې، شین به د ICB کلسټر د رییس په توګه له جیف سره له نږدې کار وکړي ترڅو د کلسټر لپاره پر یوې اجراییوي جوړښت هوکړه وکړي. اجراییوي ټیم به بیا په خپل وار د نوې ادارې د دندو او جوړښتونو په اړه پر تفصیلي کارونو کار پرمخ بوځي.  

دا د ICB کارکوونکو لپاره یو ډېر ګډوډوونکی وخت دی، او موږ خپلو همکارانو ته د پر وخت معلوماتو او د بدلون پروسې په اړه د بحث کولو فرصتونو برابرولو لپاره خپله ټوله هڅه کوو، کله چې نوي معلومات شتون ولري.  

ټول هغه پخوانی د NHS د بدلونونو په اړه لنډیزونه او تازه معلومات په ... موندل کېدای شي. زموږ وېبپاڼه.