د ریمیمبر وین کمپاین په اړه
په بریسټول، شمالي سومرسیټ او سویلي ګلوسټرشایر کې د روغتیا او پاملرنې شریکانو یوه کمپاین پیل کړی ترڅو ډېر خلک د کولمو د سرطان په سکریننګ کې د ګډون هڅونه وکړي.
د کولمو د سرطان معاینه اوس له پنځوس کلنۍ څخه وړاندې کیږي او د "#RememberWhen" کمپاین موخه دا ده چې زموږ په سیمه ییز تاریخ کې د مشهورو توکو او پیښو په یادولو سره د پنځوس او پنځه اوه دېرش کلنو ترمنځ د خلکو پام راواړوي.
په مهمو پېښو کې د ۱۹۶۳ کال په اوړي کې په ویسټن-سوپر-میر کې د بیټلز ډلې اجرا او د ۱۹۷۹ کال د اپریل په ۲۰مه په فیلټن کې د وروستي کانکورډ الوتکې جوړول شامل دي. په نورو یادګاري شیبو کې د واکمن اختراع او یو مشهور دوه څرخه بایسکل چې د رالي چاپر په نوم یادیږي، شامل دي. که تاسو دا تاریخي پېښې په یاد لرئ، نو تاسو د کولمو د سرطان معاینې لپاره وړ یاست. د ټولنیزو رسنیو دا کمپاین به خلکو ته د کولمو د سرطان د سکرینینګ د اهمیت په اړه د لا زیاتو معلوماتو لارښوونه وکړي.
ډاکټر ګلینډا بیارډ، د بریسټول عمومي ډاکټرې او د بریسټول، شمالي سومرسیټ او سویلي ګلوسټرشایر ICB لپاره د سرطان مسؤلې، وویل:
“د کولمو سرطان په انګلستان کې یو له تر ټولو عامو سرطانونو څخه دی. که ژر وموندل شي، خلک د رغېدو غوره چانس لري او همدارنګه لږ سخت درملنې ته اړتیا لري. مهمه دا ده چې د کولمو معاینه کولی شي د کولمو د سرطان مخه هم ونیسي، ځکه چې د مثبتې ازموینې په صورت کې به یو انډوسکوپي (د کولمو لیدو لپاره د دوربین ازموینه) وړاندیز شي، چې په ترڅ کې یې وده کوونکي غوښې مخکې له دې چې سرطان شي، لرې کیدای شي. راځئ چې دا متل هېر نه کړو چې ‘مخنیوی له درملنې غوره دی’ – دا خبره دلته رښتیا هم سمه ده!”
“موږ هیله لرو چې د #RememberWhen کمپاین به د خلکو پام ځانته راواړوي او د کولمو د سرطان د سکرینینګ او کله چې بلنه درکړل شي، په هغه کې د ګډون د اهمیت په اړه به پوهاوی لوړ کړي.”
د کولمو د سرطان د سکرینینګ ازموینې د 50 څخه تر 74 کلنۍ عمر پورې خلکو کورونو ته هر دوه کاله یو ځل لیږل کیږي. د غايطه موادو نمونه په کور کې راټولیږي او بیا د پوست له لارې د NHS سکرینینګ لابراتوار ته استول کیږي. په نمونه کې د وینې د نښو نښانو موندلو لپاره ازموینه کیږي او پایلې یې معمولاً په دوو اونیو کې د لیک له لارې ترلاسه کیږي.
ډاکټر ګلینډا بیارډ زیاتوي:
“موږ پوهیږو چې خلک ممکن د غايطه موادو ازموینه کول ستونزمن وګڼي، خو د نمونې راټولولو لپاره په یوه زاړه پلاستیکي لوښي کې د تشناب د کاغذ په څو پوړونو سره استر کول، د دې کټ کارول اسانه کوي. بیا تاسو کولی شئ پاتې غايطه مواد فلش کړئ. دا یوازې څو دقیقې وخت نیسي او ممکن ستاسو ژوند وژغوري.”
د کولمو د سرطان په نښو کې شامل دي:
- د معدې ناراحتي
- په غايطه موادو کې وینه
- د کوم ښکاره دلیل پرته اسهال یا قبض
- د غایطه کولو وروسته د کولمو د نه خالي کېدو احساس
- د معدې یا کوناټو درد
- غايطه مواد چې نرم، سپک یا غوړي ښکاري
ډاکټر ګلینډا بیارډ زیاته کړه:
“د کولمو د سرطان معاینه د کولمو د سرطان د مخنیوي او په لومړني پړاو کې د هغه د پېژندلو لپاره مهمه ده، خو که تاسو د بېسببه نس ناستې یا د نس درد په څېر نښې لرئ، نو مهرباني وکړئ له خپل ډاکټر سره د لیدنې وخت وټاکئ، ځکه چې ممکن تاسو لاهم معایناتو ته اړتیا ولرئ. د کولمو د سرطان د معاینې منفي پایله دا مانا نه لري چې نښې له پامه وغورځول شي.”
که تاسو د کولمو د سرطان د سکرینینګ کټ ترلاسه کولو لپاره دایمي پته نلرئ، نو تاسو کولی شئ د کولمو د سکرینینګ مرستندویه کرښې سره په 0800 707 6060 شمېره اړیکه ونیسئ ترڅو وغواړئ چې ستاسو کټ یوې بلې پتې ته واستول شي.
د ۷۴ کلنۍ په عمر کې د سکریننګ بلنې پای ته رسېږي، خو تاسو کولی شئ د کولمو د سرطان د سکریننګ مرستندویه کرښې 0800 707 6060 سره په اړیکه کېدو سره هر دوه کاله وروسته د سکریننګ دوام غوره کړئ.